د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي ژمنې تر نامه لاندې نن يو نوی ائتلاف د ولسمشرۍ ټاکنو د هغو کانديدانو له خوا جوړ شوي چې نومونه يې د کانديدانو له لست څخه اخيستل شوي دي.
ددې ائتلاف د جوړيدو موخه د انتخاباتي شکايتونو د څيړنې لپاره له هڅو سربيره په هيواد کې د سولې د راوستو او د ادارې فساد په وړاندي مبارزه بلل شوې ده. ددې ائتلاف يو شمير غړي وايي دوی به د ادارې فساد د له منځه وړلو لپاره خپلو مدني مبارزو ته دوام ورکړي.
د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي ژمنې په نوم نوی ايتلاف د ولسمشرۍ د هغو کانديدانو لخوا چې نومونه يې له لومړي نوملړ څخه ايستل شوي په کابل کې اعلان شو.
له اداري فساد سره مبارزه، د بشري حقونو په تيره بيا د ښځو د حقونو خونديتوب، په هيواد کې د سولې ټينګښت او پر ټاکنيزو شکايتونو غور د دې ايتلاف له اصلي پروګرامونو څخه بلل کيږي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي ژمنې د ایتلاف غړی، سلطان علي دوست زاده وايي:«په هیواد کې د سولې راوستلو لپاره د مبارزې، قانون واکمنۍ، د جنایتونو، خیانت او اداري فساد، سیاسي او اقتصادي بې عدالتیو د لمنځه وړلو لپاره نن موږ خپل شتون اعلانوو.»
د یاد ایتلاف بل غړی، داوود سلطان زوی وايي:«نن موږ خپل غږ لوړ کوو او غواړو زموږ غږ د هر وطن دوست افغان او هغو کسانو چې له اوسني حالت څخه تر پوزې راغلي، تر غوږو ورسیږي.»
د دې ايتلاف بنسټ ايښودونکي وايي د هيواد د هر وګړي لپاره د عدالت ټينګښت د نوموړي ايتلاف د پروګرامونو يوه برخه ده.