د چهارشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې وویل چې د رایو د بیاڅیړنې او باطلولو په اړه دواړه ټاکنیزې ډلې کومې هوکړې ته نه دې رسیدلې. دا ټاکنیزه ډله وايي چې د ملګرو ملتونو وړاندیز شوې تګلاره نشي کولای پاکې او ناپاکې رایې له یو بل نه بیلې کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا د رایو د بیاڅیړنې بهیر به د اختر په څلورمه بیا پیل شي. د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې د بیاڅیړنې بهیر به بیا پیل کیدو سره باید د هغوی سیاله ډله او ملګري ملتونه په دې بهیر کې شته ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.
په دې اړه سید حسین فاضل سانچارکي وايي، "هغه څه چې ملګرو ملتونو وړاندیز کړی نشي کولی درغلیو ته د پای ټکی کیږدي. سیاسي هوکړه هم په خپل ځای پاتې ده، او هیڅ ډول پرمختګ پکې نه دی شوی. ډیری ستونزې د سیالې ډلې له لورې وې، چې هغوی یو نه وو او په خپل منځ کې یې اختلاف درلود، ځکه نو هغوی پریکړې ته ونه رسیدل."
د اشرف غني احمدزي د ډلې غړی، طاهر ظهیر بیا دا تورونه ردوي او وايي، "هر هغه څه چې د بیاڅیړنې د بهیر پر مخ بوتللو لپاره اړین وو هغه چمتو شوي دي، نور د دې بهیر د ځنډ لپاره کوم دلیل شتون نلري. دواړو ټاکنیزو ډلو خپل وړاندیزونه ملګرو ملتونو ته ورکړي، او هغو ته په پام سره ملګرو ملتونو تګلاره چمتو کړې."
د یادونې وړ ده چې تر دا مهاله د رایو تر ۲۰۰۰ لږې بکسې بیاڅیړل شوې. په ټاکنو د څار ادارې په ټاکل شوې موده کې د ۱۰۰ سلنه رایو بیاڅیړنه عملي نه ګڼي، او له ملګرو ملتونو غواړي چې پرې نږدي چې د هیواد ټاکنې یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شي