Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • د پولیسو او وسلوالو په نښته کې ۵ ولسي وګړي وژل شوې
Print
Print

د پولیسو او وسلوالو په نښته کې ۵ ولسي وګړي وژل شوې

پنجشنبه ۹ لړم ۱۳۹۲
لیکوالFaridullah Sahil

امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ په یوه نښته کې پنځه ولسي وګړي او یو سیمه ایز پولیس وژل شوي دي.

د هرات د ولایتي شورا یو غړی، تور محمد ظریفي وايي، طالبانو پرون مازدیرګر مهال د سیمه ایزو پولیسو پر یوه کاروان برید وکړ چې له امله یې یو پولیس مړ او بل ټپي شو.

خو پولیسو د خلکو پر کورونو ډزې وکړې چې په وینا یې په دغه پیښه کې د دوو ښځو، دوو نارینه وو او یو ماشوم په ګډون پنځه ملکیان ووژل شول.

د هرات د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، جنرال عبدالحمید حمیدي هم دا پیښه تاییدوي خو وايي، چې یواځې درې ښځې او یو سیمه ایز پولیس په دغه پیښه کې ټپیان شوې دي.

له بلې خوا په سرپل ولایت کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د چهارشنبې په ورځ د ملي اردو درې سرتیري وژل شوې او شپږ نور ټپیان شوې دي.

د سرپل د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، سخي داد حیدري وايي، دغه پیښه د سرپل ولایت په اختیار دره کې هغه مهال وشوه، چې د اردو د سرتیرو موټر د سړک غاړې په یوه ماین ور برابر شو.


اړوند خبرونه

  • هراتیانو د ټاکنیزو سیالیو د پيل هرکلۍ وکړ
    غویی 5, 2014
    نورهم ولی...
  • د پولیسو او وسلوالو په نښته کې ۵ ولسي وګړي وژل شوې
    تله 31, 1392
    نورهم ولی...
ډیر خبرونه

موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې