Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه د ټاکنو امنیت په اړه ډاډ ورکوي
Print
Print

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه د ټاکنو امنیت په اړه ډاډ ورکوي

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸
لیکوالطلوع‌نیوز

د ټاکنو ترسراوي ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د ټاکنو د مرکزونو امنیت به یې خوندي وساتي.

ټاکل شوې ده چې د هېواد ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته یوازې اوه ورځې پاتې دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د ناټو ځواکونو قومندان کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې زیاته کړې، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د ټاکنیزو مرکزونو امنیت لا زیات ټینګ کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت ټینګښت، د هغو سیمو بېرته نیول چې تر امنیتي ګواښونو لاندې دي او په بغلان ولایت کې د طالبانو له لوري د برېښنا د پرې شویو مزو د بېرته تړل هغه څه دي چې له امله یې جګپوړو امنیتي چارواکو کندوز ته سفر کړی دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال  یاسین ضیا په دې اړه وايي:«موږ د ټاکنو، د انتخاباتو د امنیت ټیګښت، په شمال ختیځ کې د کمپاینونو د امنیت ټینګښت په اړه ښه غونډه لرله... تراوسه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهال‎وېش پر مطابق مسایل په ښه شان مخته ځي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې په هېواد کې به د رایې ورکولو ۴۳۱ مرکزونه د امنیتي ګواښونو په دلیل د ټاکنو په ورځ تړلي وي.

په بادغیس کې ۳۱مرکزونه، بدخشان کې ۲۹مرکزونه، بلخ ۸۹ کې مرکزونه، بغلان کې ۱۲مرکزونه، تخار کې ۱۴مرکزونه، جوزجان کې ۷ مرکزونه، سرپل کې ۱۱مرکزونه، سمنګانو کې ۲۰مرکزونه، غور کې ۶۶ مرکزونه، فاریاب کې ۴۶ مرکزونه، فراه کې ۱۱ مرکزونه، کاپیساکې ۳ مرکزونه، کندوز کې ۷ مرکزونه، کندهار کې ۵ مرکزونه، نورستان کې ۲۰مرکزونه، هرات کې ۲۹ مرکز او وردګو کې ۳۱ مرکزونه به تړلي وي.

د دغو شمېرو له مخې، لیدل کېږي چې ډېری دغه مرکزونه د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې به تړلي پاتې وي - هغه سیمې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حضور شاهدې وې.

طالب ډلې، په یوې وروستۍ میاشت کې پر کندوز، بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو خپل بریدونه ترسره کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې امنیتي ځواکونه دم‎ګړۍ د هېواد په شمال ختیځ کې امنیتي ځواکونو ډېری برخې بېرته له طالبانو ولکه کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي په دې اړه وویل:«کله چې په شمال ختیځ کې طالبانو ته درنده مرګ ژوبله واوښته او په بدخشان کې یې پراخې سیمې له لاسه ورکړې، نو بله چاره یې نه‎لرله له دې پرته چې پر عام‎المنفعه تاسیساتو عملیات وکړي او خلکو ته زیان ورسوي.»

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال د ټاکنیزو مرکزونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.

د ملي دفاع وزارت په داسې حال کې د طالبانو پر ډلې د پوځي فشارونو د دوام خبره کوي چې له څو ورځې راهیسې په بغلان کې د ازبیکستان او تاجیکستان د وارداتي برېښنا ستنې الوزل شوي دي او له څو ورځو وروسته اوس د دغو ستونو د رغولو کار پېل شوی دی.


اړوند خبرونه

  • په ټاکنیزو سیالیو کې له دولتي امکاناتو پر استفادې د غني تورنېدل
    لیندۍ 23, 2019
    نورهم ولی...
  • د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه د ټاکنو امنیت په اړه ډاډ ورکوي
    لیندۍ 21, 2019
    نورهم ولی...
  • د ملګرو ملتونو د رایو د باطیدو تګلارې نه دواړه نوماندان ملاتړ کوي
    تله 28, 2014
    نورهم ولی...
  • د دواړو نوماندانو تر منځ شوې هوکړه پیاوړې ده
    تله 21, 2014
    نورهم ولی...
ډیر خبرونه

موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې