د فراه والي په یوه خبرپاڼه کې وویل، د دوشنبې په سهار د هیواد سویلي ولایت فراه کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه څلور ملکي کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وایي، چې پیښه د یاد ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، "یاد کسان د خاک سفید ولسوالۍ د خوست کلي اوسیدونکي وو او د ولایت مرکز ته د خوراکي توکو اخیستلو لپاره په لاره وو."
د پیښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
تر دې دمه هیڅ کومې ډلې د یادې پیښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.