سیمه ایز چارواکي وايي، چې د سې شنبې په ورځ په کندهار ولایت کې ۳۲ وسله والو خپلې وسلې پر ځمکه کیښودې او د سولې له بهېر سره یو ځای شول.
د پنجوايي ولسوالۍ د امنیت آمر، سلطان محمد ددې خبر په تایید سره وویل، چې دوه طالب قومندانان هم په دغو کسانو کې شامل دي.
هغه وویل، دا وسله وال د کندهار په ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې د حکومتي ځواکونو په وړاندې جګړه کوله. طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.