د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو...
په هلمند کې د ټاکنو د خپلواک کمیسون ددفتر مسوولینو د چهارشبنې په ورځ وویل، په دغه اداره کې د ښځینه کارکوونکو د کمښت له امله د ښځو د نوم لیکنې کچه ټیټه ده
د ملي اردو ځواکونو په غور کې د راتلونکو ټاکنو او کاندیدانو د انتخاباتي کمپاینونو د امنیت د ټینګښت لپاره ځانګړې هلې ځلې پیل کړې دي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي ژمنې تر نامه لاندې نن يو نوی ائتلاف د ولسمشرۍ ټاکنو د هغو کانديدانو له خوا جوړ شوي چې نومونه يې د کانديدانو له لست څخه اخيستل شوي دي.
په ایران او پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو استازي وايي، که چیرې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه د هغوی غوښتنې ونه منل شي، په مشورتي لویه جرګې کې به ګډون ونکړي.
له زندان څخه د ترهګرو خوشي کيدل او همدارنګه د بيګناه کسانو بندي کول د ترهګرۍ په وړاندي د افغان ځواکونو روحيه خرابوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون وايي، که چیرې د شکایتونو د څیړنې روڼتیا تر پوښتنې لاندې راشي، ددغو شکایتونو څیړل به ډیر وخت ونیسي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون وايي، چې د ټاکنو په خپلواک کمیسون کې ډیری ثبت شوي اعتراضونه د نوماندانو د ملاتړ کوونکو د نومونو په اړه دي.
د افغانستان د روڼتیا اداره وايي، د کنړ ولایت په خاص کنړ ولسوالۍ کې د محلي پولیسو یوه قومندان کابو یو کال په ناقانونه توګه د کرومایت ډبرې استخراج کړي دي.
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د وروستي نوملړ اعلانیدو ته تر یوې اونۍ لږه موده پاتې ده.
د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند، ګل آغا شیرزي طلوع نیوز ته وویل، که چیرې امنیتي تړون د امریکا او افغانستان ګټې خوندي کړای شي، لاسلیکیدل یې د هیواد په ګټه دي.