د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وایی چی دولسمشر حامد کرزی لومړی مرستیال محمد یونس قانونی هڅي کوی ترڅو د دغو خبرواترو ځای او نیټه برابره کړي خو تراوسه پوری د دغو خبرو ځای او نیټه نه ده برابره شوې . د ښاغلي احمدزي ټاکنیزه ډله وایی چی دغه خبرې اترې به یوازې د ټاکنیزو ستونزو د لمنځه وړلو لپاره وی نه د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره. اخوا بیا دعبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وایی چی دغه خبرې اترې به له پاکو رایو څخه د ناپاکو رایو د بیلولو لپاره د یوی ستراتیژی د موندلو لپاره ترسره شي.
ټاکل شوې ده د ولسمشر کرزي د لومړي مرستيال محمديونس قانوني په منځګړيتوب د ولسمشرۍ دواړه نوماندان له يو بل سره کتنه او خبرې وکړي.
د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله وايي له ښاغلي قانوني سره د اشرف غني احمدزي په کتنه کې موافقه وشوه چې دواړه نوماندان کتنه او خبرې سره وکړي چې په دغه ناسته کې به احمدضيا مسعود هم ګډون وکړي.
د اشرف غني احمد زي د ټاکنیزې ډلې ویاند، عباس نویان په دې اړه وايي، "د ښاغلي قانوني سره د اشرف غني کتنه د دې په اړه وه چې د بدلون او پایښت ډلې مشر، اشرف غني احمدزی، او د سمون او همپالنې ډلې مشر، عبدالله عبدالله له یو بل سره کتنه، او خبرې اترې وکړي."
له بلې خوا د عبداله عبداله ټاکنيزه ډله د دغو ستونزو د اواري لپاره د ملي او نړيوالو هڅو خبر ورکوي.
دغه ټاکنيزه ډله له اشرف غني احمدزي سره د عبدالها عبدالهس د کتنې په اړه څه نه وايي خو زياتوي ښاغلي عبدالهی د ولسمشر له لومړي مرستيال سره په کتنه کې له ناپاکو رايو څخه د ناپاکو د بيلولو لپاره د نوې تګلارې غوښتنه کړې ده. د عبدالهل عبدالهه ټاکنيزه ډله وايي تراوسه هم د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا د دوي د غوښتنو پر عملي کيدو پايبند دي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند، سید آقا فاضل سانچاره کی په دې اړه داسې وايي، "د دې ناستو موخه دا ده چې د پاکو او ناپاکو رایو د بیلولو لپاره یو روښانه او څرګنده میکانیزم رامنځته شي، هره پایله چې سبا ته اعلانیږي، حتی که چیرې زمونږ په ګټه هم وي مونږ یې نه منو."
له دواړو ټاکنيزو ډلو څخه پلاوي ټاکل شوي ترڅو داشرف غني احمدزي او عبداله عبدالها د خبرو وخت او ځاي وټاکي.
له دغو جنجالونو سره سره د لوړې د مراسمو د ترسره کولو او د سياسي واک د ليږد لپاره د حکومت لخوا چمتووالي بهير په چټکه توګه روان دی او د اختر په پنځمه نيټه به دغه مراسم ترسره شي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د دې مراسمو لپاره یې د نړې له څلویښتو زیاتو د هیواد مشرانو، او نړیوالو ادارو ته بلنليکونه هم ليږلې دي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د غبرګولي په 24 نيټه ترسره شوې خو د درغليو په اړه پراخو نيوکو دغه بهير له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د دغو ټاکنيزو جنجالونو د اواري لپاره پراخې هڅې روانې دي او ټول په دې اړه د سياسي حل لارې په رامنځته کيدو ټينګار کوي خو وبه ليدل شي چې دغه بندون به څه وخت پاي ته ورسيږي.