د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر منځ د هوکړې یوه برخه چې طلوع نیوز ته رسیدلې، ښيي چې دې دواړو نوماندانو هوکړه کړې، چې راتلونکی ولسمشر به د هیواد په بنسټیز قانون کې اوسنی نظام د لومړي وزیر نظام ته بدلوي.
په دې هوکړه کې د د اپوزیسیون مشر د مقام جوړول هم د ولسمشر دنده ښودل شوې خو د اپوزیسون مشر به د دوهم نوماند لخوا ټاکل کیږي.
په دې هوکړه لیک کې د هیواد بنسټیز قانون د بدلولو لپاره د لویې جرګې راغوښتل اړین بلل شوي او همداراز ټینګار شوی چې تر راتلونکي کال پورې د حکومت په اډانه کې د لومړي وزیر څوکۍ جوړه شي.
په دې هوکړه لیک کې په نظام کې سمون راوستلو په اړه هم ویل شوي دي.
د دواړو نوماندانو تر منځ د ملي یووالي حکومت د رامنځته کولو په اړه هوکړه په اوو ټکو کې لنډه شوې.
په لومړي ټکي کې ویل شوي، چې د خلکو د غښتلي کولو او د سولې او ټیکاو، امنیت، اقتصادي پرمختګ راوستلو، او د قانون او عدالت د واکمنۍ لپاره باید د سمون کړنلارې ته پراختیا ورکړي.
په دوهم ټکي کې ویل شوي چې ولسمشر باید په بنسټیز قانون کې د بدلون لپاره لویه جرګه راوغواړي او تر دوو کلونو پورې د لومړي وزیر څوکۍ رامنځته شي.
په دریم ټکي کې ویل شوي چې تر هغه دمه چې د لومړي وزیر څوکۍ رامنځته شوې نه وي، اجرایوي مشر به یاده دنده پر مخ وړي. دا مقام به د ولسمشر په فرمان سره جوړ شي، او د دوهم نوماند له لورې به وټاکل شي.
په څلورم ټکي کې ولسمشر د اپوزیسیون د مشر مقام جوړولو ته اړ شوی دی، چې دا مشر به هم د دوهم نوماند له لورې وټاکل شي.
په پنځم ټکي کې راغلي چې د ملي امنیت، خپلواکو بنسټونو او اقتصادي بنسټونو په مهمو دولتي څوکیو کې د خلکو ټاکل به د برابري او مساوي والي اصل ته په پام سره د ولسمشر او اپوزیسیون له لورې تر سره شي.
شپږم ټکي کې هم راغلي چې د امنیتي ارګانونو په مهمو څوکیو کې د درېیو میاشتو لپاره د مقاماتو په خپل ځای پاتې کیدو ته ولسمشر ژمن دی.
او د دې هوکړه لیک په وروستي ټکي کې راغلي چې د ملي یووالي حکومت ژمن دی چې په یو کال کې دننه په ټاکنیز نظام کې د وروستیو ټاکنیزو ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید بنسټیز سمونونه راولي.