د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې غړی سید فاضل سانچارکي وايي، چې تیره شپه د دوی د ټاکنیزې ډلې استازو د ملګرو ملتونو د استازي، یان کوبیش په ګډون د کمیسیون له نهه غړو سره، د ټاکنیزو ننګونو د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړې، خو تر دې دمه دې خبرو په زړه پورې پایلې نه دي درلودلې.
له ټاکنيزو کميسيونونو سره د عبدالهد عبداله. د اړيکو له ځنډولو وروسته د ملګروملتو سازمان په همکارۍ د ټاکنو د خپلواک کميسيون له غړو سره د عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې لومړنۍ خبرې پيل شوې. د عبدالله عبداله د ټاکنيزې ډلې مرکچي پلاوی وايي د ټاکنو د خپلواک کميسيون له غړو سره به د ټاکنو د ستونزو د اواري لپاره خبرې دوام وکړي خو هغه څه چې د ښاغلي عبدالهل د ټاکنيزې ډلې لپاره مهم دي د پراخو درغليو څيړل او همداراز په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه د شميرو روښانه کول دي.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې غړی سید فاضل سانچارکي وايي، "زمونږ استازو تیره شپه د کمیسیون له نهه غړو او ښاغلي یان کوبیش سره د ټاکنیزو ننګونو د ختمولو په اړه خبرې وکړې، خو د ټاکنو په بهیر کې د ګډون په اړه زمونږ دريځ روښانه دی."
دغې ټاکنيزې ډلې په يوه اعلاميه کې يو ځل بيا ټينګار کړی چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا د ريس ګوښه کيدل د ټاکنو په بهير کې د دې ډلې د شامليدو لپاره يو شرط و خو د پراخو درغليو څيړل او همداراز په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه د شميرو روښانه کول د نوموړې ټاکنيزې ډلې له شرطونو څخه دي.
خو د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله وايي هيڅ ډول هڅې به د ټاکنو پر پايلو اغيزه ونکړي.
د اشرف غني احمدزی د ټاکنیزې ډلې غړي، طاهر ظاهر په دې اړه داسې وايي، "خبرې اترې ښې دي، خو هیڅ ډول خبرې نشي کولای چې د ټاکنو پایلو ته بدلون ورکړي، د افغانستان خلکو د غبرګولي په ۲۴ خپله پریکړه کړې."
يو شمير کارپوهان د ټاکنيزو ستونزو د اواري لپاره هرډول هڅې ګټورې بولي او د ولسمشرۍ له نوماندانو غواړي دغه ستونزې دوام ونکړي ځکه خلک تر پوزې راغلي دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د هيواد لوي څارنوال ويلي ولسمشر کرزي هم د ټاکنيزو ستونزو د اواري لپاره يو پلاوی ټاکلی دی او د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو ترمنځ د تفاهم لپاره د ولسمشر کرزي لخوا هڅې روانې دي او په هيواد کې به هيڅ ډول کړکيچ رامنځته نشي.