د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې نن یو ځل بیا غږیزې او انځوریزې پټۍ خپرې کړې
د عبدالهه عبدالهټ ټاکنيزې ډلې يو ځل بيا تليفوني خبرې چې د وردګو د والي بلل شوې او همداراز د درغليو په اړه تصويرونه خپاره کړل، د دغې ډلې غړي ادعا لري چې دا تليفوني خبرې د ټاکنو په دوهم پړاو کې د درغليو ښودنه کوي.
په دغو خبرو کې ظاهرا د وردګو والي د ملي اردو يو افسر دې ته اړباسي چې په ټاکنو کې د درغليو مخه ونه نيسي.
له پراخو هڅو سره سره په دې اړه د وردګو د والي د نظر په ترلاسه کولو بريالي نشوو.
د وردګو والي ددغو تورونو په اړه داسې غبرګون ښيي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی، عبدالجبار شیلګری وايي، "د تیرو څپړونو نه وروسته یو ځل بیا مونږ ثبت شوې ټیلیفوني خبرې او ویډیوګانې تاسو رسنیو سره شریکوو، کوم چې د دې ښکارندويي کوي چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې د درغلیو کوونکو یوې لویې شبکې د بدلون او پایښت د ډلې لپاره درغلۍ کړې."
د عبداله عبداله ټاکنيزه ډله يو شمير تصويرونه خپروي چې د دې ښودنه کوي په پکتيکا ولايت کې 20 صندقونه په يوه شخصي ميلمستون کې ډکيږي، خو ددغو درغليو عاملين خپلې موخې ته نه رسيږي او د رايو دغه صندقونه د ملي اردو د پوځيانو لاس ته ورځي.
د اشرف غني احمدزي ټاکنیزې ډلې غړی، حمید الله فاروقي وايي، "د بدلون او پایښت ډله په هیڅ ډول درغلیو باورمنده نه ده، خو د ټاکنیزو شکایتونو د څیړلو ځای د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دی، او باید شکایتونه هغوی ته ولیږل شي، مونږ د روڼوالي غوښتونکي یو، او هر چا چې درغلۍ کړې مسوول دی، مونږ د یوې درغلیزې رایې نه هم ملاتړ نه کوو."
د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله هم ددغو تورونو په وړاندې داسې غبرګون ښيي.
د عبدالهن عبدالهه ټاکنيزه ډله خبرداری ورکوي ډير داسې سندونه په واک کې لري چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د درغليو ښودنه کوي.
په دې لړ کې خلک د ټاکنيزو جنجالونو د پاي ته رسيدو په تمه دي او غواړي د ټاکنو پايلې روښانه او ټولنيزه سوکالي يې په برخه شي، خو وبه ليدل شي چې دغه جنجالونه به څه وخت او څرنګه پاي ته ورسيږي.