د ټاکنو خپلواک کمیسون ویاند وايي چې د قانون پر بنسټ د ټاکنو د پایلو پاڼو څیړنې ته به دوام ورکړي، خو له دې سره سره هم خوشبینه ده چې عبدالله عبدالله به دې بهیر سره یوځای شي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي 97 سلنه د پايلو پاڼې د دې کميسيون په مالوماتي بانګ کې ثبت شوې دي.
د نوموړي کميسيون وياند وايي د مهال ويش له مخې د پايلو د څيړلو لپاره خپل کار ته دوام ورکوي خو که کومې ادارې وکولاي شي چې ټاکنيزو ستونزو د اواري لپاره لاره پيدا کړي ترې هرکلی کوي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور وویل، "هر بنسټ چې د کمیسیون او نوماندانو د اړیکو په اړه سیاسي بحثونه کوي، مونږ یې هرکلی کوو، د ټاکنو خپلواک کمیسیون به تر کومې کچې چې امکان ولري هغوی سره همکاري وکړي."
له بلې خوا د ټاکنو څارونکې ادارې له ټاکنيزو کميسيونونو غواړي خپل کارونه په رڼه او عادلانه توګه ترسره کړي ترڅو عبداله عبداله بيرته د ټاکنو له بهير سره يو ځاي شي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند، فهیم نعیمي وايي، "کمیسیون دې د نوماندانو شکونو ته ځواب ووايي، او په همدې حال کې دې نوماندان هم ټاکنیزو کمیسیونونو ته د قانوني بنسټونو په توګه درناوی وکړي."
د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي لومړنی پايلې به د چنګاښ په يوولسمه نيټه اعلان کړي، دا په داسې حال کې دي چې تراوسه هم عبدالله عبدالهپ له ټاکنيزو کميسيونونو سره خپلې اړيکې نه دي پيل کړې او له پاکو رايو څخه د ناپاکو د بيلولو غوښتونکی دی.