د یاد کمیسیون ویاند وايي چې د دارالانشا د مشر په څنګته کیدو سره د عبدالله عبدالله لپاره د ټاکنو د تحریم لپاره بله بانه نه ده پاتې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ټولو پایلو پاڼو نه ۹۳ سلنه یې په مالوماتي بانک کې ثبت شوې او د دې کمیسیون د مهال ویش سره سم به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شی.
په دې لړ کې ټولو ولایتونو پورې اړوند د ۳۳۴ محلونه رایې د څیړنو او بیا ځلې شمیرنو لپاره تللې.
دا کمیسیون د امرخیل د استعفا نه وروسته عبدالله عبدالله بیرته د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د اړیکو ټینګولو ته رابولي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور وايي، د ۱۷ ولایتونو پورې اړوند، د ۷۵ محلونو رایې د څارونکو په ګډون بیرته شمیرل کیږي، او د ۲۵۹ محلونو رایې به په څلوردیرشو واړو ولایتونو کې وڅیړل شي.
په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم له عبدالله عبدالله غواړي چې د ټاکنیزو شکایتونو د څیړنې د بهیر د څار لپاره خپل ناظران د یاد کمیسیون ولایتي دفترونو ته ولیږي.
ښاغلی نادر محسنی وايي، "مونږ هیله مند یو چې د سمون او همپالنې ډلې څارونکي به په یوې راتلونکې ورځ کې زمونږ ولایتي دفترونو ته واستوي، تر څو شکایتونو په عادلانه توګه وڅیړل شي."
خو عبدالله عبدالله د هغوی لخوا د خپلو دوو نورو شرطونو په منلو هم ټینګار کوي.
په ټاکنو کې د نږدې ۸ ملیونو کسانو د ګډون په اړه کره شمیرې، او د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د ډکو شویو بکسو فلټر، د عبدالله عبدالله له نورو شرطونو څخه دي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی، سید فاضل سانچارکي وایي، "د امر خیل له استعفا وروسته مونږ له ټاکنیزو کمیسیونونو سره خبرې پیل کړې خو تر دې دمه کومې پایلې ته نه یو رسیدلي."
په همدې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور وایي، "له دې مخکې عبدالله عبدالله د امرخیل د دندې د ځنډیدو غوښتونکی شوی وو، دا مهال هغه څنګته شوی دی، نو بله کومه بانه نه ده پاتې او باید په دې بهیر کې بیرته ګډ شي او د کمیسیون قوانین او اصول چې هغه مخکې لاسلیک کړي وو هغو ته درناوی وکړي."
له دې هر څه سره سره د پکتیا، پکتیکا، غور، نورستان، او خوست ۱۰ سلنه رایې څیړل کیږي، په ترڅ کې چې له یادې سلنې نه هر څومره برخه رایې باطلې شي هغه برخه به د هغه ولایت په ټولو رایو پلي کیږي.