د چهارشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې په یوې خبري غونډه کې دا څرګنده کړه چې په نږدې ورځو کې به دوی د ټاکنیز بحران د له منځه وړنې په موخه دوی دا پلان لري چې د اشرف غني احمدزي له ټاکنیزې ډلې سره نیغ په نیغ توګه خبرې وکړي.
د عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې دا ځل له پخوا څخه په نرمه بڼه په خبري ناسته کې ګډون وکړ او د اشرف غني احمدزي له ټاکنيزې ډلې سره د خبرو غوښتونکې شوه.
دغه ټاکنيزه ډله وايي په لومړي ګام کې به د دواړو ډلو مسلکي پلاوي سره خبرې وکړي او د اشرف غني احمدزي ټاکنيزې ډلې د دغو خبرو لپاره دوې ورځې وخت غوښتی دی.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیز دفتر مشر، نصرت الله بریالی ارسلایي وايي، "دواړه ټاکنیزې ډلې به د ټاکنو د روڼتیا او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي."
د عبدالله عبدالله ټاکنيزه ډله د دې نرمښت لامل د دغې ستونزې د اواري او د درغليو د څيړلو او له ناپاکو رايو څخه د پاکو دبيلولو په موخه د لومړنيو پايلو په اعلان کې د ځنډ لپاره د ملي او نړيوالو ادارو د منځګړيتوب له امله بولي، خو هرډول معامله کول ردوي.
ښاغلي نصرت الله بریالی ارسلايي، "يو له هغه لاملونه چې مونږ ورته خوشبین یو دا دی چې لږ تر لږه زمونږ یوه بنسټیزه غوښتنه ومنل شوه، او زمونږ سیاله ډله هم د دې بهیر د روڼ کولو په برخه کې له مونږ سره همکاري ته چمتو شوه. دلته ملګرو ملتونو او د ولسمشر مرستیالانو هم منځګړیتوب کې برخه اخیستې ده، مونږ دا ډول ځواب ډیر مثبت ګڼو."
له بلې خوا د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله وايي دغه ټإکنيزه ډله هم د ملي ګټو په چوکاټ کې خبرو ته چمتو ده او د وخت او ځاي له مشخص کيدو وروسته به دواړه نوماندان سره خبرې وکړي.
د اشرف غني احمد زي د ډلې غړی، معین مرستیال په دې اړه وايي، "لومړی باید د ناستې ځای او وخت مالوم شي او په لومړي کې باید تخنیکي ډلې له یو بل سره وویني، تر څو د دواړو نوماندانو د لیدنې زمینه برابره شي. زمونږ د بحث ټکي باید روښانه واوسي، ځکه چې مونږ د یو سهامي شرکت په توګه د یو حکومت جوړیدو ته په هیڅ توګه چمتو نه یو، خو د ملي مشارکت په اډانه کې د یو حکومت جوړولو ته مخکې هم چمتو وو او اوس هم."
د عبدالله عبدالله ټاکنيزه ډله ټينګار کوي له ناپاکو رايو څخه د پاکو د بيلولو په اړه پر خپل دريځ ولاړ دي دغه ټاکنيزه ډله له خپل سيال څخه غواړي زرترزره دغه خبرې ترسره کړي ترڅو د خلکو انتظار پاي ته ورسيږي.
اوس به وليدل شي چې د دواړو نوماندانو ترمنځ خبرې به ترڅه وخت ترسره شي.