د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره احتمالي کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، چې قانون بايد د هيواد په ټولو وګړو يو شان پلي شي. نوموړي له طلوع نيوز سره په مرکه کې د دغه مطلب په څرګندولو سره وويل چې د دولت درې ګونې قواوې بايد د يو بل په کار کې مداخله ونکړي.
ښاغلي غني په دغو خبرو اترو کې ځانمرګې بريدونه وغندل او ویې ويل چې د انسانانو وژل جواز نلري. د ټاکنو د ترسره کیدو د وخت په رانیږدې کیدو سره، د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان په دې لټه کې دي چې خپل پروګرامونه خلکو ته روښانه کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي کاندید اشرف غني احمدزي طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې په ټاکنو کې د بریالي کیدو په صورت کې به د خپل حکومت په لومړيو سلو ورځو کې د هیواد قوانین عملي کړي.
اشرف غنی احمد زی وايي:«د قانون واکمني له پورته نه پیل کیږي، له همدې امله درې ګونې قوې باید په تعادل کې واوسي، د ولسمشر په توګه زما تر ټولو ښه ورځ به هغه وي چې ستره محکمه ما ته ووايي زما زما ځینې اوامر قانوني نه دي او زه ډیر ژر اطاعت ترې وکړم.»
ښاغلی غني په اوسنیو شرایطو کې د نظام بدلون مناسب نه بولي او د نظام تغیر د خلکو له صلاحیتونو څخه بولي. ښاغلي اشرف غني احمدزۍ وايي:«زه شخصا په دې پړاو کې د فدرالي نظام پلوي نه کوم، خو دا پریکړه پر افغانانو پورې تړاو لري، لکه څنګه چې د لویې جرګې جوړښت په اساسي قانون کې بیان شوې، نو باید جوړه شي.»
د ولسمشریزو ټاکنو دا احتمالي کاندید وايي چې راتلونکی ولسمشر باید د درې ګونو قواو په کارونو کې مداخله ونکړي او درې کونې قواوې باید خپل کارونه په خپلواکه توګه ترسره کړي. نوموړی د هیواد د وګړو له مصونیت څخه دفاع د دولت دنده بولي او وايي چې دولت مکلف دی چې د وګړو مصونیت ته جدي پاملرنه وکړي.
له اشرف غني سره د بشپړې مرکې د لیدو لپاره دا ځای کیکاږۍ: