یاده ټاکنیزه ډله وايي، چې تر دې دمه د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره د هغوی خبرو کومه په زړه پورې پایله نه ده درلودلې، خو ټینګار کوي چې دا کمیسیون باید د سمون او همپالنې ټاکنیزې ډلې اندیښنو ته روښانه ځوابونه ولري.
يوازينۍ لار چې د ټاکنو بندون ماتولاي شي، ظاهرا د عبدالهښ عبدالهو او د ټاکنو د خپلواک کميسيون ترمنځ باور جوړونه بلل کيږي چې د ملګروملتو سازمان په دې ورځو کې د دغه بندون د ماتولو لپاره منځنګړيتوب کوي.
د دغو ناستو له پيليدو لږ ورځې تيرې شوې خو د خلکو هيلې د ټاکنو پايلې او د اختلافاتو اوارول دي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی، سید آقا فاضل سانچارکی وايي، "تر دې دمه خبرو اترو کومه پایله نه درلوده، خو هیله مند یو چې دا خبرې به دوام ومومي، او زمونږ غوښتنو ته به د کمیسیون له لورې په ټینګه توګه رسیدنه وشي."
د ټاکنو خپلواک کميسيون هم ظاهرا چمتو دی چې د عبدالهو عبدالهه پر غوښتنو غور وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور په دې اړه وویل، "مونږ چمتو یو چې د ښاغلي عبدالله ټولو غوښتنو ته ځواب ووایو، خو درانه نوماندان باید په هغه ژمنه چې په لومړي سر کې یې له مونږ سره کړې وه، ټینګ پاتې شي."
خو ددغه بندون په اړه د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون نظر په دې توګه دی، د ټاکنیز شکایتونو د کمیسیون ویاند، نادر محسني وايي، "تر دې دمه لا هر څه ځای پر ځای دي، هیڅ هم نه دي تیر شوي، د سمون او همپالنې ډله دې خپلې همکارۍ بیرته پیل کړي، او ټول کارونو به په باوري چاپیریال کې مخکې لاړ شي."
خلک اوس څو مهمې غوښتنې لري، له پاکو رايو څخه د ناپاکو بيلول، د ټاکنيز بندون ماتول او د ټاکنو پايلې، ځکه خلکو په سختو شرايطو کې په انتخاباتو کې ګډون وکړ ترڅو خپل راتلونکی وټاکي.