د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو...
د ولسمشر حامد کرزي ورور او د ولسمشرۍ لپاره احتمالي کاندید، قیوم کرزی وايي چې د کابل او واشنګټن دوه اړخیز امنیتي هوکړه لیک دې ژر تر ژره لاسلیک شي.
د غزني د ولایتي شورا ریس وايي، د دولت وسله والو مخالفینو ددغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې کابو درې سوه ماینونو خښ کړي دي.
د افغانستان او پاکستان تر ټولو لويه ستونزه د ډيورنډ کرښه او اوبه دي چې دا هيوادونه يې تر اوسه په اړه کومې هوکړي ته نه دي رسيدلي.
د جوزجان ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د آقچې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له خپلو دوو ملګرو سره په یو لړ عملیاتو کې نیول شوی دی.
ځايي چارواکي وايي، چې په ننګرهار کې د وسله والو مخالفینو یوه یولس کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شوه.
افغان امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ وویل، چې په زابل کې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۴ مخالفین وژل شوې دي.
دوی وايي، څلور نور وسله وال په دغو عملیاتو کې ټپیان شوې هم دي.
د بادغیس ولایت امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ وویل، چې په بادغیس کې د رایه ورکونې ۱۶۲ موجوده مرکزونو څخه ۴۶ مرکزونه له امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.
د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره احتمالي کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، چې قانون بايد د هيواد په ټولو وګړو يو شان پلي شي.
د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو احتمالي نوماند، ډاکټر عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره په ارګ کې ولیدل.
د بغلان سیمه ایز چارواکي وايي، چې د قومي مشرانو په مرسته پر سپکو ا درنو وسلو څوارلس وسلوال د پنجشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د سولې له بهیر سره یو ځای شول.